امنیت

څلور تنه دولتي کارکوونکي د طالبانو له خوا وتښتول شول.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢١
وسله والو طالبانو دسرپل ولايت څلور تنه دولتي کارکوونکي وتښتول دغه کارکوونکي نن سهار دجوزجان ولايت په مربوطاتو کې وتښتول شول .
دسرپل ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس انجينير احمد جاويد جاويد دباختر آژانس خبريال ته وويل : طالبانو د سرپل ولايت دپوهنې رياست استاد ، داقتصاد رياست انجينير،دکليو دبياجوړولو او پراختيا رياست انجينير او دسرپل بريښنا تحويلدار دجوزجان ولايت په مرکز شبرغان ښار پورې اړوند په کوکچر سيمه کې وتښتول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دغه کارګران هغه وخت وتښتول شول چې له رخصتۍ وروسته له کور څخه دندې ته روان و .
ده وويل چې دتښتول شويو کسانو دخلاصون په خاطر دامنيتي مقاماتو له خوا پلټنې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته