امنیت

په لغمان کې په شپاړلسو زيانمنو شويو کورنيو مرستې وويشلې شوې

کابل باختر د وري درې ويشتمه :
په لغمان کې په شپاړلسو زيانمنو شويوکورنيو باندې د خوارکي او د لګښتي مالونو مرستې وويشل شوې
د لغمان د والي مرستيال شهزاده مظلوميار او د طبيعي پيښو پر خلاف د مبارزې د تيارى د ادارې د رييس او د يو شمېر نورو چارواکو له لوري پرون برابرې شوې مرستې په دغو کورنيو وويشلې شوې.
په دغو مرستوکې د هرې کورنۍ لپاره پنځه ویشت کیلو وریجې، اووه کیلو لوبیا، پنځه لیټره غوړي، یو کیلو چای، یو فرش، څلور کمپلې، شل کلچې صابون، دوه جاکټونه، دوه څادرونه، دوه ښځېنه شالونه، یوه خیمه او یو ترپال شامل وه.
د مرستو د ویش پر مهال د لغمان ولایت مرستیال شهزاده مظلوم یار د ولایت د مقام په استازولئ مرسته کېدونکو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د ولایت مشرتابه په هره برخه کې د لغمان د ولسونو د هوساینې لپاره هلې ځلې کوي او نړیواله مرستندویه ادارې یې هم دې ته چمتو کړي چې په دې ولایت کې د خپلو مرستو لړۍ همداسې جاري وساتي او په نورو اړوندو برخو کې هم خپل کارونه پراخ کړي.
د مرسته شویو کسانو له جملې هم څو تنو د خپلو خبرو پر مهال د بې وزلو د لاس نیوي په برخه کې د دولت له هر اړخیزې همکارۍ د مننې تر څنګ ولایتي ادارې ته ډاډ ورکړ چې دوی به په هیڅ صورت هم د خپل دولت له ملاتړه لاس په سر نه شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته