امنیت

د ملي پيوستون د پروګرام د دولسو ټولګټو پروژو کار بشپړ شو

کابل باختر د سلواغې  اوومه :
په نيمروز ولايت کې څه ناڅه دوه زره کورنۍ پرون د ملي پيوستون د پروګرام د ټولګټو پروژو له اسانتياووڅخه ګټه واخسته .
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو پروژوکې د اوبو لګولو د کانالونو، محافظوي ديوالونو او د سړکونو جوړول شامل دي چې د دغو پروژو کار د دغه ولايت د مرکز زرنج ښار په ناحيو او کنګ  ولسوالۍ کې د پنځه نيمو مليونو افغانيو په لښګت بشپړ شوى دى.
د دغو پروژو په تطبيقولوکې د٦٩٥ تنو فني او غير فني کارګرانو ته د کار زمينه برابره شوې ده . 
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون د پروګرام د څارنې او ساتنې او کارموندنې پروژې د فعاليت له پيل څخه تر اوسه پورې په نيمروز ولايت کې ٣٤١ کلي د پرمختيايي پروګرام ترپوښښ لاندې نيولي او په دې بريالي شوى دى چې په بېلابېلو برخوکې د ٨٤ پروژو کار بشپړ او د خلکو د استفادې وړ وګرځوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته