ښوونه او روزنه

یو ښوونځی په بدخشان کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل/  د چنګاښ ۲ مه / باختر
د بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي ودانۍ پرون ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د بدخشان د پوهنې ریاست ویاند معراج الدین رحیمي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د " راه ابریشم" لومړنی ښوونځی د ستاره درخشان دفتر له بودجې څخه د ١٤٩ زرو امریکایی ډالرو په لګښت د دغه ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې په یو پوړ کې په اساسي ډول جوړ شوی دی.
رحیمي زیاته کړه چې دغه ښوونځی شپږ درسي او دوه اداري خونې، د نوکريوالي لپار یوه خونه او نور اړين ملحقات لري چې د ٢٥٠ نجونو او هلکانو ظرفیت لري.
پاى / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته