امنیت

اووه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.

 کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٣١ :
ددولت اووه تنه وسله وال مخالفين په ننګرهار ولايت کې د سرحدي پوليسوسره په جګړه کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
دوسله والو طالبانو يويرغليز بريد له ماتې سره مخامخ شو.يو شمير وسله والو طالبانو له څو استقامتونو څخه د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو ولسوالۍ د سنګاني په پوستې ير غليزبريد وکړ چې د سرحدي پوليسو له سخت مقاومت سره مخامخ شول چې د  ٢٠١سيلاب قول اردو د څلورمې لوا د لومړۍ کنډک د ځواکونو او دتوپچي ځواکونو له خوا د پوستې ملاتړوشواوپه وسله والو مخالفينو يې ځپنده ګوزارونه وکړل چې له امله يې اووه تنه وسله وال مخالفين ووژل شو ل ،درې تنه يې ټپيان شول او دهغوى يو هاوان ويجاړ شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته