سیاست

جمهور رییس غني: د فشار له مخې د افرادو مقرري نه ما او نه هم د افغانستان خلکوته د منلو وړ ده.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غني نن سهارد جمهوري ریاست د ارګ د توحید له ملي مرکز څخه د ویډیو کنفرانس له لارې د کندهار، زابل، رزګان او دایکنډي دولایتونو له والیانو، امنیه قوماندانانو، د امنیت له رییسانو او د ۲۰۵ اتل قول اردو له قوماندان سره د دغو ولایتونو د حکومتوالۍ او امنیتي حالت په اړوند خبرې وکړې.
دجمهور رييس دوياند مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
د کندهار والي د خپلو وروستیو فعالیتونو او لاسته راوړنو په باب چې له امله یې په حکومت د خلکو باور لا زیات شوی دی، د هېواد جمهور ییس ته معلومات ورکړل.  ده په ولسوالیو کې د حکومتي ادارو او ښوونځیو د ودانیو د ستونزو ترڅنګ وړاندیز وکړ، چې د راتلوونکي کال  په انکشافي بودجه کې دې د کندهار ولایت تخصیص زیات شي.
د زابل والي  د وظیفوي تداخل د مخنیوي په موخه د دندو د تفکیک وړاندیز وکړ او زیاته یې کړه، چې د دغه ولایت انکشافي بودجې ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.
د ارزګان والي یادونه وکړه، چې د چارو د ښه ترسره کولو او د ستونزو د تشخیص په موخه له خلکو سره په تماس کې یوو، د دوی نظریات به له راټولولو او تنظیم وروسته له اړوندو مقاماتو سره شریک کړو.  وړاندیز یې دا وو، چې د ارزګان ولایت د لوړو زده کړو وضعیت ته دې اساسي پاملرنه وشي او دغوره سالاري اصل دې تطبیق شي.
همدارنګه نوموړي وویل، چې د سکتوري وزارتونو مسوولین او استازي دې یاد ولایت ته سفرونه وکړي، تر څو د حکومت او خلکو تر منځ اړیکې لا پیاوړې او غښتلې شي.
د دایکنډي والۍ وویل، په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت ښه دی، خو ځینې ډلې ټپلې له بېلابېلو لارو څخه په سیمه ییزو چارواکو فشار واردوي او د کارونو پر وړاندې یې ستونزې پيداکوي. نوموړي  د ژمي را رسېدو ته په اشارې سره وویل، د دغه ولایت مواصلاتي لویو لارو او د هوایي ډګر وضعیت ته دې پاملرنه وشي او د اړتیا وړ خوراکي توکي دې مخکې له مخکې هلته زېرمه شي، تر څو د سختو ورښتونو پرمهال خلک د خوراکي توکو له کمښت او ستونزو سره مخامخ نه شي.
محمداشرف غني د دغو مسوولینو د وړاندیزونو له اورېدلو وروسته له ټولو مننه وکړه، چې په سختو شرایطو کې کار کوي او هغوی ته یې  لارښوونه وکړه، چې خپل ټول هغه کارکوونکي چې زیارګالي او صادقانه کار کوي وستايلې.
جمهور رییس په کابل او ولايتونو کې د امنیتي بنسټونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د جنګ بڼې او د دښمن د فعالیتونو بدلون ته په پام دې په خپلو ولایتونو کې ټول شته ګواښونه تشخیص کړي او په اړه دې دقیق راپورونه جمهوري ریاست ته ترتیب کړي.
جمهور رئیس غني د دښمن د تهدیدونو د مخنیوي او له شته امکاناتو څخه په ښه توګه د ګټې اخیستنې په موخه  ټولو امنیتي بنسټونو ته په ځانګړي ډول د ولسوالۍ له کچې څخه تر قول اردوګانو پورې د لا ډېرې همغږۍ لارښوونه وکړه.
د هېواد جمهور رییس د امنیتي سکتور وزیرانو او والیانو ته په خطاب کې وویل، د فشار له مخې د افرادو مقرري نه ما اونه هم د افغانستان خلکو ته د منلو وړ ده. هغه په ټینګار وویل، هر څوک چې په دنده کې غفلت کوي او یا صادقانه کار نه کوي، نو سملاسي یې لیرې کړئ او پر ځای یې اهل او صادق خلک وګومارئ.
جمهور رییس وویل، لکه څنګه مې چې دمخه ژمنه کړې وه، په دویم سل ورځنیو پلانونو کې مو اساسي تمرکز په ولایتونو دی. هغه له والیانو او د سیمه ییزو ارګانونو له خپلواکې ادارې څخه وغوښتل، چې د هر ولایت شرایطو ته په پام معیارونه ترتیب او جمهوري ریاست ته یې وسپاري.
جمهور رییس غني وویل،  د راتلوونکي کال په بودجه کې به ولسوالیو ته زیاته پاملرنه وکړي. همدارنګه یې له والیانو وغوښتل، چې په خپلو ولایتونو کې د هغو بنسټيزو پروژو په اړوند چې کارونه یې ځنډېدلي دي معلومات ترتیب او جمهوري ریاست ته یې وسپاري، تر څو د حیاتي پروژو کار ډيرژر پیل شي.
جمهور رییس وویل، له ټولو ولایتونو سره د غونډو بهیر به لا منظم او زیات شي، ده زیاته کړه، چې والیان د افغانستان له هرې سیمې او څنډې څخه د خلکو د نظریاتو د اخیستلو او د حکومت او ولسونو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا ښه وسیله دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته