کابل باختر دليندى دمياشتې ٢٩نيټه :
د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېرو۲۴ساعتوکې۱۱ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات، ۱۰۱ځانګړي کوماندویي دندې او ۸ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیموکې ترسره کړي، د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۱۵ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه ترسره کړي چې په پایله کې يې ۳۹تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۲۵تنه ټپیان او ۲ تنه نور نیول شوي دي .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عملیات دهوایي ځواکونو په ملاتړد ننګرهار، کونړ، لغمان، غزني، لوګر،پکتيا ، زابل، بلخ، فاریاب، نیمروز او د هلمند ولایتونوپه مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې دفاریاب ولایت د دولت آباد په ولسوالۍ کې د طالبانو د سرې قطعې۳ تنه قوماندانان هریو ملا خالد، ملا رسول او ملا نیاز ظهوری په ګډون ۱۵ تنه نور وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۱۳ تنه ټپیان ، د هلمند ولایت د ګرشک او د نیمروز ولایت د دلارام او خاشرود۶۰۶ نمبر لویې لارې په اوږدو کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي او د هغوى ۲ موټرونه او یو موټر سایکل هم له منځه وړل شوی او د زابل ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي . همدا راز د لغمان ولایت د الینګار په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي، د کونړ ولایت د اسمار په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، د ننګرهار ولایت د هسکه مینې په ولسوالۍ کې یو تن داعشي وژل شوی، د غزني ولایت د ګیرو او خواجه عمري په ولسوالیو کې ۷ تنه ترهګر ټپیان، ۲ تنه نیول شوي او له چاودیدونکو توکو څخه ډک یو موټر له منځه وړل شوی دی .
پاى ذکرالله