کابل باختردتلې دمياشتې ١٥ :
دانتخاباتي شکايتونو خپلواک کميسيون ادعا کړې ده چې سبا دولايتي شوراګانو دانتخاباتو نتيجې دانتخاباتو خپلواک کميسيون ته ليږل کيږي .
په همدې حال کې دانتخاباتو خپلواک کميسيون ويلي دي چې دولايتي شوراګانو دانتخاباتو دنتيجو داعلامولو لپاره لازم تخنيکي تيارى نيول شوى دى .
دباخترآژانس دخبرله مخې : دانتخاباتي شکايتونو دخپلواک کميسيون يو مسوول وويل ټول شکايتونه څيړل شوي دي اوسبا ددغو څيړنو نتيجې دانتخاباتو خپلواک کميسيون ته سپارل کيږي .
په همدې حال کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون يوه مسوول عبدالرحمن هوتک وويل چې دنتيجو داعلامولو لپاره تيارى نيول شوى دى .
ده وويل : که چيرې دانتخاباتي شکايتونو خپلواک کميسيون نتيجه سبا وليږي معلومه به شي چې نتيجې څه وخت اعلاميږي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ