سیاست

د ښځو پر خلاف د تاوتریخوالي ۱۱۷۳ قضیې ثبت او څېړل شوې دي

– کابل /  د چنګاښ ٦ مه / باختر
لويې څارنوالۍ د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالي ۱۱۷۳ قضيې ثبت کړې او څېړلې دي. په دغو قضیو کې جنسي تېري، وهل ډبول، ځورونې، اجباري نکاح، په بدو کې ورکول، د نشه يي توکو استفادې ته اړ ایستل او نورې برخې شاملې دي.
باختر آژانس ته په رارسېدلي خبر کې ويل شوي دي؛ د لویې څارنوالۍ د ښځو پرخلاف تاوتریخوالې د مخنیوي او د ماشومانو سرغړونو ته د رسیدګۍ مرستیالې سینا شنا منصور پرون د حکومت د رسینو په مرکز کې په خبري کنفرانس ته وویل چې لویې څارنوالۍ د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالي ۱ زرو ۱۷۳ قضیې ثبت کړې او څېړلې دي.
منصور زیاته کړه چې د کرونا ویروس د خپرېدا په دوره کې هم د هېواد په ټولو ولایتونو کې د عامې روغتیا وزارت له سپارښتنو سره سم، د دغې مرستیالۍ دروازې خلاصې وې او تر دې دمه یې په هېواد کې د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالي ۲۴۹ قضيې ثبت کړې دي.
د منصور په وینا؛ اوسمهال په لويې څارنوالۍ کې د ښځینه څارنوالانو شمېر زیات شوی او په همدې اساس د ښځو د ځورونې قضیې هم زیاتې ثبتېږي.
هغې وویل: پر ١٣ ریاستونو سربېره، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالي آمریتونه د مېرمنو له خوا مدیریت کېږي.
دغه راز د لويې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي په دغه کنفرانس کې وویل چې د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالي د دغو قضیو له جملې څخه ۳۳۹ په کابل، ۹۴ په هرات، ۶۷ په ډایکندي، ۶۶ په تخار، ۶۳ په ننګرهار، ۵۷ په بلخ او نور يې د هېواد په نورو ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د تاوتریخوالي تر ټولو ډېرې قضیې وهل ډبول دي چې شمېر يې ۵۸۴ ته رسېږي. همدارنګه د ځورونې ۱۴۱ قضیې دي او ۲۱ نورې قضیې جنسي تېري دي.
رسولي زیاته کړه: د دغو قضیو عاملین په اعدام، ٣٠ کلونو بند او نقدي سزا محکوم شوي دي.
رسولي د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالي د هغو قضیو چې رسنیزې شوې وې، هم یادونه وکړه او ويې ویل: په جوزجان کې د یوې ښځې د قتل او جنسي تېري قضیې عامل نیول شوی او دوسیه یې د لویې څارنوالۍ تر ارزونې لاندې ده.
هغه په پکتیا کې د یوې مېرمنې د پوزې د پرې کېدو قضيې په اړه هم وویل چې عامل يې نیول شوی او قضیې يې محکمې ته وړاندې شوې ده.
د لویې څارنوالۍ ویاند زیاته کړه چې په سمنګانو کې هم پر یوې قابلې د جنسي تېري قضیې په تړاو ٨ کسان نیول شوي او څو تنه یې پر اوو – اوو کلونو بند هم محکوم شوي دي او همداراز یې په شپږمې او اوومې امنیتي حوزو کې د ښځو د ځان وژنې عاملینو قضیې هم څېړلي او د محکمو د حکم پر بنسټ هر یو يې په لسو او اتو کلنو بند محکوم شوی دی.
د لويې څارنوالۍ ویاند زیاته کړه چې دغه اداره اوس په دولتي او خصوصي ادارو کې د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالي د مخینوي څارنوالي جوړه کړې ده چې تر ډېره يې اداري چارې بشپړې شوې دي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا ځانګړې څارنوالي به په دولتي او خصوصي ادارو کې د ښځو پر خلاف د تاوتریخوالي قضيې څېړي.
پاى / وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته