سیاست

صلاح الدين رباني د ترکمنستان د بهرنيو چارو له وزيرسره وکتل

کابل باختر د لړم د مياشتې ٢٠ نيټه  :
د افغانستان د اسلانمي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون د ترکمنستان د بهرنيو چارو له وزير راسيط ميريدو سره وکتل. 
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د ريکا د غونډې د جوړولو لپاره د ترکمنستان د ښه تياري له امله مننه وکړه او دا کار يې د راتلوونکو همکاريو په لاره کې يو ستر ګام وباله .
وروسته ميريدو  په ښه او پرتمينه توګه د غونډې د جوړولو په باب د خپل هېواد  په هلوځلو ټينګار وکړ .
وروسته صلاح الدين رباني د اقتصادي، امنيتي او ترانزيتي همکاريو د پراختيا لپاره د افغانستان او منځنۍ آسيا ترمنځ د زياتو هڅو غوښتنه وکړه.
پاى   ف ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته