سیاست

دافغانستان او امريکا ترمنځ دامنيتي موافقه ليک دسند په باب خبرې پيليږي

کابل – باختر دلړم يو ويشتمه:
ټاکل شوى ده د دوه اړخيزامنيتي موافقه ليک دسند په باب د امريکا او دافغانستان داسلامي جمهوريت ترمنځ خبرې په نږدې راتلوونکې کې په کابل پيل شي.
دغه ټکې دبهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسى زى نن دخبريالانو په وړاندې څرګند کړ اووې ويل: ټاکل شوى ده دغه خبرې د روان ميلادي کال د نوامبر دمياشتې په پنځلسمه نيټه چې دلړم له مياشتې سره سمون خوري؛ پيل شي. دباختر آژانس دخبريال دخبر له مخې، موسى زى په دې خبري غونډه کې وويل چې په دغو خبروکې د دواړو هيواددونو امريکا او افغانستان دهيتونو ترمنځ د دوه اړخيزو امنيتي موافقه ليک دسنددموادو په باب خبرې کيږي .
ده وويل: افغاني هيئت په واشنګتن کې دافغانستان د سفير اکليل حکيمي په مشرۍ او امريکايي هيئت په بلغاريا کې دامريکا دپخواني سفير جيمو ايرليک په مشرۍ ګډون وکړي .
موسى زى وويل: دخبرو په هيئت کې دکوم کميسيون جوړلو په پام کې نه دى او هغه څه چې ملي شو را ته معلومات ورکړ شوي دي سم نه دي. ده دخبرو دهيئت په سرکې د اکليل حکيمي دټاکنې دليل به ده هيواد دجمهور رييس باور او دغه راز په ديپلوماتيکه برخه کې دتخصص، تجربې او څه دپاڅه شلو کلونو کاري سابقه او هغو موافقه ليکونو په باب دحکيمي پراخ معلومات وباله چې دامريکايي دنورو هيوادونو سره لاس ليک کړي دي او زياته يې کړ: اکليل حکيمي دهغو ګوتې په شمار ماهرانو له جملې څخه دى چې دنړۍ له ځينو هيوادونو سره دامريکا دمتحده ايالاتو دموافقه ليکونو دلاس ليک کولو په باب پراخ او نوې معلومات لري. موسى زى په دې خبري کنفرانس کې څرګنده کړه چې دمرکچي هيئت په ترکيب کې له ګمرکانو نيول، د دفاعي ،امنيتي او اقتصادي مرکزونو دبېلابېلو برخو ماهران غړيتوب لري.
ده وويل چې په دغو خبروکې دافغانستان مرکچې هيئت دملى ګټو ،دملي امنيت دساتنې له مخې او دافغانستان دخلکو دمهمو او اساسي هدفونو دتحقيق له مخې چې په هيواد کې دسولې تامينول او سراسري امنيت او ثبات دافغانستان دځوانې ډيموکراسي پياوړتيا او ساتنه او د افغانستان دامنيتي ظرفيتونو لوړول دي؛ عمل وکړي.
دبهرنيوچارو وزارت ويندوى په دې خبري غونډه کې دغه راز داسلامي همکاريو دسازمان دغړو هيوادونو دبهرنيوچارو د وزيرانو په شوراکې دګډون په خاطر په راتلونکې اوونۍ کې جيبوتي دافغانستان دبهرنيو چارو د وزير دسفر خبر ورکړ.
ده په افغانستان کې دپاکستاني طالبان د ډلې دمشرمولانا فضل الله شتون ردکړ او وې ويل: لکه څنګه چې دافغانستان دولت اجازه نه ورکوي ترورستي ډلې دافغانستان له خاورې څخه په استفادې سره دګاونډيو هيوادونو پرخلاف ترورستي بريدونه ترسره کړي؛ په همدې ډول دولت له ګاونډيو هيوادونو څخه هم دغه شان هيله لري چې تروريستانو ته اجازه ورنه کړي چې زموږ دخلکو او هيواد پرخلاف ترورستي او ورانکارو عملونو لاس پورې کړي.
ديادونې وړ ده چې ولسي جرګې په پروني غونډه کې دافغانستان دسفير په مشرۍ دامنيتي سند دموافقه ليک په باب دخبرو په پيل انتقاد وکړ او په دغو خبرو کې يې په سياسي او امنيتى مسلو د پوهو او غوره شخصيتونو دشموليت غوښتنه وکړ.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته