کابل باختر د چنګاښ څوارلسمه :
د داعش د تروريستي ډلې يو جګپوړى قوماندان دننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې ووژل شو .
په ملا ساجد چې د پاکستان اوسيدونکى و، نن سهار له اوو تنو افرادو سره يې په اچين ولسوالۍ کې د ناتو د بې پيلوټه جنګي الوتکو له خوا بريد وشو او ووژل شو .
ده پنځوس تنه داعشيان ترخپل قوماندې لاندې لرل او ويل کيږي چې په کوټ ولسوالۍ کې د داعش د تروريستي ډلې عمومي قوماندان و؛ هغه ولسوالۍ چې په دې وروستيو وختوکې د داعشيانو شتون او فعاليت زيات شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ