سیاست

دافغانستان حکومت دپاکستان دلمسوونکو تحرکاتو پرخلاف اعتراض وکړ

کابل  باخترد   ثور  دمياشتې  ١٦ :
دافغانستان حکومت د ډيورنډکرښې ته څېرمه د افغانستان د پوځونو پرخلاف دپاکستاني د پوځيانو د لمسوونکى بريد په باب دپاکستان په وړاندې خپل سخت  اعتراض څرگندکړ .
دبهرنيو چارو وزارت د ويندوى دفتر باخترآژانس ته  خبرورکړ: دبهرنيوچارو وزارت دلومړۍ سياسي څانګې رييس عزيزالدين احمدزاده په کابل کې دپاکستان  له شارژدافير شاه نظر اپريدى سره نن سهار دبهرنيو چارو په وزارت کې  وکتل.
احمد زاده د ډيورنډکرښې ته څېرمه دننګرهار ولايت په ګوشتې ولسوالۍ کې نن سهار دپاکستاني ځواکونو د نه لمسول شوى بريد په باب چې له  درندو اوسپکو وسلو څخه  يې پکې کار واخيست؛ دافغانستان د حکومت سخت اعتراض اپريدى ته څرگندکړ.
دپاکستاني پوځيانو د بريد له امله  چې نن سهار په اتو بجو اوشلو دقيقو  وشو، دافغانستان  ځواکونو ته د سرزيان نه دى اړولى .
دبهرنيو چارو وزارت د لومړۍ سياسي څانګې رييس څرگنده کړه چې د هغو تاسيساتو د له منځه وړلو څخه دپاکستاني ځواکونو د ډډې کولو  د دوام په صورت کې چې په ګوشتې ولسوالۍکې اوپه نوروساحوکې يې جوړکړې دي  اودپاکستاني ځواکونو له  خوا نه لمسول شويو بريدونو د دوام په صورت کې به  د هراز عواقبو مسووليت دپاکستان په  غاړه وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته