سیاست

د بهرنيوچارو وزارت ويندوى:ايران د افغانستان اتباعوته د ويزې د صادرولو پروګرام پراخوي

کابل باختر د ليندي لسمه :
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى وايي: ايران موافقه کړې ده چې د افغانستان اتباعو ته د ويزې صادرول زيات کړي چې د افغانستان د اتباعو دغيرقانوني اوقاچاقي سفرونو مخه ونيول شي .
دباخترآژانس دخبر له مخې: دبهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسى زي نن په خپل نوبتي خبري کنفرانس کې د ايران اسلامي جمهوريت ته د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست  ضرار احمد عثماني دسفر دنتيجو په باب څرګندونې وکړې.
دبهرنيو چارو وزارت سرپرست په دې وروستيو وختوکې د يو جګپوړي افغاني  هيئت په مشرۍ په تهران کې د ايکو د سازمان د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ.
د بهرنيو چارو وزارت ويندوى وايي چې د دغه وزارت سرپرست دغونډو ترڅنګ د ايران داسلامي جمهوريت د جمهور رييس ډاکترحسن روحاني په ګډون ددغه هيواد له له جګپوړو مقاماتو سره کتلي دي .
ددغوکتنومحور په ايران کې د ميشتو افغان مهاجرينوحالت او د افغانستان، ايران او هند ترمنځ د ترانزيتي تفاهم ليک لاسليک و چې افغانستان د ايران دچاه بهار له لارې له هند او د خليج  دحوزې له هيوادونوسره نښلوي .
دبهرنيوچارو وزارت د ويندوى دڅرګندونو له مخې: په دې کتنه کې موافقه وشوه چې د ايران اسلامي جمهوريت افغاني اتباعو ته د ويزې د صادرولو حجم  زياتوي او په دې ترتيب به دغه هيواد ته د افغانانو د غيرقانوني او قاچاقي سفرونو مخه ونيول شي .
دغه راز موافقه وشوه چې د ايران، افغانستان او د هند هيوادونه د چاه بهار بندر په بياجوړولوکار پيل کړى چې دغه درې واړه هيوادونه له هغه ترانزيتي فرصت څخه په استفادې سره چې په چاه بهارکې رامنځته شوى دى؛ ګټه واخلي او خپلې  تجارتي معاملې پراخې کړي .
  په همدې حال کې د بهرنيو چارو وزارت ويندوى وويل چې افغانستان به په ٢٠١٤ ميلادي کال کې د منځني آسيا دهيوادونو لپاره دملګروملتو دسازمان دپروګرامونو مشرتوب په غاړه واخلي او په دې پروګرام کې شاملوهيوادونو دافغانستان د دريځ هرکلى اوملاتړ وکړ .
افغانستان په ٢٠٠٨ ميلادي کال کې دملګروملتو د سازمان ددغې برخې غړيتوب ترلاسه کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته