کابل باختر د لړم څلورمه :
د حج او اوقافو وزارت خبرتيا
لکه څنګه چې ليدل کيږي، دکابل ښار يو زيات شمېر اوسيدونکي د حاجيانود هرکلي په مقصد چې د حج د مراسمو له اداکولو وروسته هيواد ته راستنيږي؛ دکابل هوايي ډګر ته راځي چې دا کار په خپله د اړوندومسوولينو د وخت دضايع کيدو او د عيدګاه جامع جومات ته چې د حاجيانو د راټوليدوسيمه ده؛ د حاجيانوپه ليږدونه کې دځنډ سبب شوى دى.
په دې وسيله دحج او اوقافووزارت په ټينګار سره له هيوادوالو څخه غوښتنه کوي چې د اړوندو حاجيانو د هرکلي په مقصد دې دکابل هوايي ډګر ته رانه شي او د اړوندو ارګانونو د کار عادي بهير ګډوډ نه کړي او د حاجيانو د هرکلي په مقصد دې د عيدګاه جامع جومات ته ورشي.
1 1 دقیقه لوستل