امنیت

په کونړ کې دهوايي بريد له امله دلسو تنو وسله والوطالبانو وژل کيدل .

کا بل باختر د مرغومي  څوارلسمه :
په کونړ ولايت کې دهوايي بريد له امله لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دې هوايي بريد کې چې دکونړ ولايت په شيګل ولسوالۍ کې دطالبانو په سنګرونو وشو دوه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي .
دافغانستان په ختيځ کې دملي اردو دځواکونو وياند ډګروال محمد نعمان هاتفي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې هوايي بريد کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
ده وويل چې طالبان ديولړ تروريستي بريدونوپه پلان جوړولو بوخت و چې دپوځيانو له خوا هوايي بريد پرې وشو .
  ويل کيږي چې په دې هوايي بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته