امنیت

په ننګرهار کې دوه داعشیان ووژل شول

ـ کابل/دتلې۲۵مه/باختر
د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه داعشیان ووژل شول.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر اژانس ته وویل چې څو ورځې وړاندې ګډو افغان ځواکونو په اچین ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې د تېرو ۲۴ ساعتو په اوږدو کې په عملیاتو کې ٢ داعشیان وژل شوي، ٢ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي او ٤ ستر کلي هم له وسله والو پاک شوي دي.
ویل کېږي په عملیاتو کې ملکي وګړواو افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته