-کابل / دوږي ٢٣مه /باختر:
د لوګر د اتحاد او د کلنګار د ځوانانو د فوټبال ټيمونه د غوره ليک د دغه فصل د سياليو په لومړى ورځ په خپلو سيالانو بريالي شول.
لومړى د لوګر د اتحاد ټيم په يوه يرغليزه اوسنجول شوې لوبه کې د صفر په وړاندې په څلورو سره د مرکز د اتفاق ټيم ته ماتې ورکړه. په دويمه لوبه کې هم د کلنګار د ځوانانو د فوټبال ټيم د صفر په وړاندې په څلورو سره د غازي امين خان الله ټيم ته ماتې ورکړه .
د لوګر د فوټبال فدراسيون يو مسوول باختر اژانس ته وويل ټاکل شوې ده د دغوسياليو په بهير کې د لوګر د فوټبال غوره څيرې وپېژندل شي او له هغوڅخه د لوګر منتخب ټيم جوړشي.
د لوګرد فوټبال د غوره ليک سيالۍ د يوولسو ټيمونو په ګډون په دوو ډلو کې دوام لري . ختم – ج_اکرم
0 1 دقیقه لوستل