ورزش

د ابو مسلم ټيم ، دکوهستان ټيم ته ماتې ورکړه.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٧
د هرات د فوټبال د غوره ليک سيالۍ  پرون  مازيګر د ابومسلم او کوهستان دټيمونو په لوبي سره  دوام وموند.
دهرات ولايت د  ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا نن باختر اژانس ته وويل : په دغو لوبو کې دابومسلم ټيم ديوې په مقابل کې په دوو سره دکوهستان پرټيم بريالۍ شو .
دغه سيالۍ په هرات ولايت کې داتو غوره ټيمونوترمنځ پيل شوي دي چې په دوام يي ټاکل شوې ده ، نن دانصاري او بيک بير ټيمونه  لوبه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته