دجلال آباد ښار باختر دليندۍ دمياشتې ٢ نيټه :
درې ويشت تنه داعشيان په ننګرهار ولايت کې په هوايي اوځمکنيو بريدونو کې ووژل شول .
په دغو داعشيانو پرون ناوخته په کوټ اوچين په ولسواليو کې بريدونه وشول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل ؛ په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونو کې درې ويشت تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل ؛ دغه داعشيان د يولړډارااچوونکو بريدونوپه ترسره کولو بوخت ووچې پرې بريدونه وشول.
ويل کيږي چې په دغوهوايي بريدونو کې دکليو اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ