ټولنه

د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ وزير دمخابراتي شرکتونو داستازو په ملګرتيا په هېوادکې دطبيعي پيښو له مصيبت ځپلو کسانوسره مرسته وکړه

کابل باختردثوردمياشتې ١٣ :
د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ وزير د مخابراتي شرکتونو له استازوسره يوځاى نن له غرمې وروسته د جمهور رييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل او په هېواد کې د وروستيو طبيعي پيښو له مصيبت ځپلو کسانو سره يې دڅه دپاسه شپږومليونو افغانيو مرسته وکړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې لومړى د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزير انجنير اميرزي سنګين  د نورو په استازيتوب زموږ د سلګونو تنو هېوادوالو د قرباني کيدو په مناسبت چې په بېلابېلو سيموکې د وروستيو طبيعې پيښو له امله  له منځه تللي دي؛ د همدردۍ او غمشريکۍ مراتب څرګندکړل او له دې امله يې د افغانستان ملت او دولت ته د ډاډګيرنې مراتب څرګندکړل.
ده د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ د آب باريک په سيمه کې د ځمکې ښوئيدنې پيښه او د هېواد په نورو ولايتونوکې وروستي سيلاوونه د ټکان ورکوونکو طبيعي
پيښو په توګه وبلل او د دغو پيښو د قربانيانو پاک روح ته يې دعا وکړه.
ده وويل: په مرکزکې د مخابراتو وزارت کارکوونکو په خپلې مسووليت باندې په پوهيدوسره خپل يو ورځنى معاش په هېوادکې د وروستيوطبيعي پيښو له زيانمنو
شويوکسانوسره د مرستې لپاره بيل کړې دي اومخابراتي شرکتونو هم هريو يو اعشاريه  دوه مليونه افغانۍ له مصيبت ځپلوکسانو سره د مرستې لپاره بيل کړې دي.
د ده دڅرګندونوله مخې: ددغو مرستو اندازه شپږمليونه اووه سوه درې زره پنځه سوه افغانيو ته رسيږي چې شپږمليونه افغانۍ يې د مخابراتي شرکتونوله خوا او نورې يې د مخابراتو وزارت دکارکوونکو له خوا د هېواد په ولايتونوکې د وروستيو
طبيعي پيښو د زيانمنو شويوکسانو د ستونزو د څيړنې لپاره مرسته شوې ده.
ده دغه راز څرګنده کړه: مرستندويانو وپتيله چې دغه پيسې دې له پيښوسره د مبارزې دملي کميټې د رييس په توګه د جمهور رييس مرستيال ته  وسپارلې شي
چې د ده له پريکړې سره سم د دغو پيښو په زيانمنو شويو کسانو وويشل شي .
وروسته دجمهور رييس مرستيال او له پيښو سره د مبارزې دملي کميټې رييس  محمدکريم خليلي د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د مشرتابه هيئت  او کارکوونکو او دغه راز  دطبيعي پيښو له امله  ديو زيات شمېر هېواد والو دقرباني
کيدو په اړوند د اتصالاتو ، روشن ، افغان بيسيم ، ام ټي ان  او د افغان ټيلي کام
دمسوولينو دهمدردۍ، غمشريکۍ او نغدي مرستو له امله مننه او قدرداني څرګنده کړه او دا کاريې په هېوادکې دطبيعي پيښو له امله له زيانمنو شويو کسانوسره د همدردۍ اوخواخوږۍ په لاره کې اغيزمه ګام وباله .
دجمهور رييس مرستيال وويل: په بېلابېلو ولايتونوکې د سيلاوونو او دبدخشان ولايت په ارګوکې دغره ښوئيدنې په ګډون په وروستۍ طبيعي پيښې په خپل ډول کې ډيرې زړه بوږنوونکې او ټکان ورکوونکې پيښې وې چې ده په دې لاره کې پخپله  له مصيبت ځپلوکسانو سره د مرستې او همدردۍ لپاره د دغو پيښو سيمې کتلې دي .
ده دطبيعي پيښو له مصيبت ځپلوکسانوسره د مرستې په کارکې د هېوادوالو او د مدني بنسټونو، دولتي ادارو او د نړيوالو موسسو د همدردۍ او همکاريو له امله قدرداني وکړه او لارښوونه يې وکړه چې د مخابراتو شرکتونو او د مخابراتو وزارت
دکارکوونکو نغدي مرستې دې له پيښو سره د مبارزې په ملي کميټه کې په اړونده
بانکي حساب کې تحويلې شي او له دې لارې دې د مصيبت ځپلو کسانو په واک  کې ورکړاى شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته