امنیت

د نويد_ ١ په عملياتو کې دبرخه والو پوځيانو ستاينه

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٢ :
په  بغلان کې د وسله والوطالبانود ځپلو په موخه  د نويد_  ١  د عملياتو په بريالي پاى ته رسيدو سره  د امنيتي بنسټونو منسوبين دولايت دمقام له خوا دمډالونواوستاين ليکونوپه ورکولو سره وستايل شول. په هغې غونډه کې چې  له همدې امله   په دې وروستيو وختو کې   د دوشي
ولسوالۍ  دکيله ګي په ساحه کې  دملي اردو   ددريم کنډک په قرارګاه کې  جوړه شوې وه   د  ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان  جنرال عبدالحميد حميدي په برياليتوب سره په بغلان کې دنويد_ ١ عملياتو دپاى ته رسيدو داعلامولو په  ترڅ کې د باختر آژانس  خبريال ته وويل  چې دتروريستي ډلو له شتون څخه  دزاړه بغلان ، مرکزي بغلان  او دسرخ کوتل دټولو ساحو  په پاکولو سربيره دنويد دعملياتو له پيل څخه تراوسه پورې   چې دروان کال  دثور دمياشتې  په   ٢٣ نيټه پيل شوي و ،  دوه سوه نهه ديرش تنه  وسله وال طالبان  ددوى  دمشهورو قوماندانانو او ديوشمير بهرنيو اتباعو په ګډون وژل شوي دي  او دوه سوه يو  تنه نور ټپيان شوي دي.
جنرال حميدي ددغې قوماندانۍ دپرسونل دلوړ  جنګي مورال په لرلو دټينګار په ترڅ کې د هېواد په ګوټ  ګوټ کې  دوسله والوطالبانو دځپلو په کار کې  ددغې قوماندانۍ  دځواکونو  دبشپړ تياري  ډاډ ورکړ.
دبغلان والي  عبدالستار بارز دافغانستان دخلکو ددښمنانو دځپلو په کار کې 
دامنيتي بنسټونو  په تيره بيا د ٢٠٩ شاهين قول اردو  دپرسونل دميړانې او
زړورتيا  په ستاينې سره   د امنيتي بنسټونو دسرښندنې اوځان تيريدنې له امله  قدر داني وکړه.
دغونډې په پاى کې  په هغو سرتيرو او افسرانو  چې دعملياتو په بهيرکې يې 
وړتيا ښودلې وه   او دامنيت دتامينولو په خاطر يې  خپل ټټرونه ډال کړي دي   سوغاتونه او ستاين ليکونه  وويشل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته