امنیت

کابل او ننګرهار ته د نشه يي توکو د قاچاقو مخه ونيول شوه

کابل باختر دچنګاښ يوولسمه :
د غزني ولايت  پوليسو  کابل  _ ننګرهار ته د نشه يي توکو د قاچاقو مخه ونيوله.
دغزني ولايت امنيه قوماندان فريد احمد مشعل پرون دباختر آژانس خبريال ته وويل: دوو تنو چې غوښتل لس کيلوګرامه هيروئين په يوبس موټر کې له قندهار څخه کابل او له کابل څخه ننګرهار ته وليږدوي؛ دغزني دپوليسو له خوا ونيول شول .
  ده وويل: دغه نشه يي توکي د انرژۍ په قوطيوکې ځاى پرځاى شوي و او دغو کسانو غوښتل هغه په يو ٣٠٣ ډوله موټرکې کابل او له هغه ځايه ننګرهار ولايت ته وليږدوي چې د غزني ولايت د اسپندې په سيمه کې د پوليسو له خوا ونيول شول .
ده وويل: له نيول شويوکسانو څخه تحقيقات پيل شوي دي .
  ختم_ ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته