کابل باختر د ثور ٢٥:
دخړوبولو يوکانال نن دپنجشير ولايت په رخه ولسوالۍ کې ګټې اخستنې ته وسپارل شو .
دپنجشير دوالي مرستيال مولانا امين صديقي باختراژانس ته وويل چې دغه کانال دکرنې اواوبو لګولو وزارت داقليم بدلون ددفتر له خوا ددرې مليونو شپږ سوه زره افغانيو په لګښت په اتو مياشتو کې ديوسلو شپږ نوي مترو په اوږدوالي جوړ شوى دى .
خبرځاى زياته کړه ددغې پروژې په بشپړيدو سره داوبو دکمښت له پلوه دڅه دپاسه درې سوه کورنيو ستونزې لرې شوې دي .او دکرنې يوسلو څلويښت جريبه ځمکه خړوبيږي.
ختم_ سعيده_ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ