ټولنه

يوې ځوانې ميرمن ځان وواژه .

کابل باختر د ثور پنځلسمه
يوې ځوانې  ميرمنې تيره شپه په فارياب ولايت کې ځان وواژه .
دغه ځوانه ميرمن دفارياب ولايت دمرکز ميمنې ښار دګذرنکلي خانې اوسيدونکې و .
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو آمر څارمن سيد مسعود يعقوبي  دباختراژانس خبريال ته وويل: دغې ميرمن دخپل دپلار دکور په تشناب کې ځان زندې کړى دى چې اوس  ددې پلار دپوليسو له خوا نيول شوى دى او  دځان وژنې  علت معلوم نه دى.
ديادونې وړ ده چې يوه اوونۍ مخکې هم دفارياب ولايت په مربوطاتو کې يوه بله ميرمن دخپل ميړه له خوا دځورونې په دليل ځان وژنې  ته اړه شوې وه .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته