خبرونهټولنه

په فراه کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه حل شوه

کابل، د مرغومې لومړۍ نېټه، باختر
په فراه ولایت کې د دوو کورنيو ترمنځ دوه کلنه بدي د دې ولايت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رياست له لوري د ولايت مقام، علماوو شورا او استیناف محکمې د رياستونو په همکارۍ حل شوه.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معین او د هرات مرستيال والي مولوي مهاجر فراهي د بدۍ د دواړو لوريو ترمنځ د سولې په برخه کې د مسؤلينو له هڅو څخه د مننې ترڅنګ سربېره د يادو لوريو ترمنځ د تلپاتې سولې د دوام او ټينګښت غوښتنه وکړه.
ورته مهال یو شمېر نورو مسوولینو او عالمانو د اسلام له نظره د شخړو او بدۍ په هکله خبرې وکړې وا ویې ویل چې د اسلام په مبارک دين کې ورورولي ده او هېڅکله دښمني نه مني.
د فراه په مرکز کې سید عبدالقیوم اغا او محمد انور خان د زامنو ترمنځ بدي، چې دوه کاله وړاندې د سید عبدالقیوم اغا د ژوبل کېدو او د ده د زوی د وژل کېدو له امله رامنځته شوې او د بل اړوند لوري یو بل کس هم پکې وژل شوی و پای ته وسېده.
دا په داسې حال کې ده چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي چې د څه باندې دوه کالو په موده کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ۷۰۰ په شاوخوا کې شخړې حل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته