خبرونهټولنهروغتیا

کابل ښاروالۍ څه باندې درې زره کیلوګرامه بې‌کیفیته توکي راټول کړل

کابل، د کب ۲۵مه، باختر
کابل ښاروالۍ د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې له بازارونو څخه څه د پاسه درې زره کیلوګرامه بې‌کیفیته خوراکي او غير خوراکي توکي راټول کړي دي.
د پنځلسمې ناحيې مسئولينو د دغې ناحیې له بازارونو څخه د څارنې په بهير کې ۳۰۴۸ کيلوګرامه بې‌کيفيته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه؛ راټول کړي او د له منځه وړلو په موخه يې ټاکلي ځاى ته لېږدولي دي.
په راټول کړل شويو توکو کې غوړي، چاکلېټ، مکروني، بېسکوېټ، شیدې، ملايي، د نخودو، لوبیا او کبانو کنسرو، مربا، ترشي او نوشابه باب شامل دي.
کابل ښاروالۍ له ښاریانو څخه غوښتنه کړې چې د خپلو اړتیا وړ توکو د پیرودلو پرمهال دې د هغو نېټه او کیفیت په پام کې ونیسي او له پلورونکو څخه یې هم غوښتي چې د بې‌کیفیته توکو له پلورلو څخه دې په کلکه ډډه وکړي.
تر دې وړاندې هم د کابل ښار د ۱۲مې ناحيې مسئولينو، د دې ناحيې له بازارونو څخه ۳ زره ۷۳۵ کيلوګرامه تاريخ تېر او بې‌کيفيته خوراکي او غیر خوراکي توکي او يو شمېر لوډسپيکرونه چې د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدل؛ راټول کړي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته