امنیت

په لغمان کې د یو قومندان په ګډون نهه طالبان ووژل شول

کابل/ د غبرګولي ۹ مه/ باختر
په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مسوولین وايي چې د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې د یو قومندان په ګډون ۹ طالبان وژل شوي دي.
د سېلاب قول اردو ویاند مقصود آغا وايي چې تېره شپه د الیشنګ په نجیل سیمه کې افغان ځواکونو او طالبانو نښته کړې چې په پایله کې یې د یو قومندان په ګډون ۹ طالبان وژل شوي دي.
ویل کېږي په نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د لغمان د مرکز مهترلام په شاوخوا سیمو کې د پوستو د جوړولو چارې هم پیل شوي چې په یو شمېر جوړو شویو پوستو کې افغان ځواکونه بیا ځل ځای پر ځای شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته