امنیت

په لمونځ کوونکو بريد له مسلمانانو او داسلام له مبين دين سره دطالبانو ددښمنۍ دوام دى .

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
په لمونځ کوونکو بريد يوبل جنايت دى چې دطالبانو له خوا ترسره شو اويوځل بيا يې له اسلام او له مسلمانانو سره ددغې ډلې ظاهري دوستي او حقيقي دښمني ثابته کړه .
دباختراژانس دخبر له مخې ،  دچارشنبې په شپه  لنډه غرو او دمسلمانانو وينې ته  تږو کسانو چې دطالبانو په ډلې پورې اړوند بلل شوي دي دکابل ولايت دپغمان ولسوالۍ د دراشکولک په سيمه کې په يوه جومات بريد وکړ او په لمونځ کوونکو يې په داسې حال کې چې لوى خداى ( ج ) ته يې  دسجدې سر ايښي و او عجز يې  څرګنداوه  ډزې وکړې درې تنه لمونځ کوونکي يې شهيدان او درې تنه نور يې ټپيان کړل
بريد ټيک هغه وخت وشو چې ګڼ شمير خلک دتراويحو دلمانځه داداکولو لپاره په دغه جومات کې راغونډ شوي و په داسې حال کې چې په پغمان کې وسله والو طالبانو په دغه شان  جنايت لاس پورې کړ په همدې شپه په لوګر ولايت کې ددغه ولايت دخروار ولسوالۍ دپرمختيايي شورا رييس حاجي محمد نعيم چې له کور څخه  دلوى خداى ( ج ) دعبادت او دتراويحو دلمانځه داداکولو لپاره جومات ته روان و دوسله والو طالبانو له خوا پرې بريد وشو او په مظلومانه ډول شهيد کړى شو .
په پغمان او لوګر کې وروستۍ پيښې  دهغو جنايتونو  دوام دى چې پخوا ددغې ډلې له خوا  دمسلمانانو او لمونځ کوونکو په وړاندې شوي دي .
وسله وال طالبان څوکاله مخکې دلوګر ولايت په مرکز کې په يوه جومات کې په بمي بريد سره  ددغه ولايت دپخواني  والي  هغه هم داختر  په لومړي ورځ دشهادت سبب شول .
دوى په قندهار ، هلمند ، تخار ، کندز ، ننګرهار او په نورو ځايونو کې هم په جوماتونو اولمونځ کوونکو دبريدونو سابقه لري چې له امله يې زموږ يو زيات شمير هېوادوال شهيدان شوي دي .
دغه راز طالبان چې زموږ دخلکو دپرمختګ  ارامي  اوثبات توان نه لري په ښوونځيو تفريحي ځايونو او ورزشي سياليو په بريدونوکې هم بداو ناوړه تاريخ لري داټول ددې څرګندوى دى چې وسله وال طالبان له اسلام او مسلمانانو سره ددښمنى دهويت په لټه کې  دي .
داټول دهغو سترو استخباراتي پروژو يوه برخه  ده چې له مسلمانانو سره ددښمنى او داسلام په وړاندې  دښمنى  لپاره پيدا شوى دى که نه په جومات او لمونځ کوونکو بريد څه ډول توجيه کيداى شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته