کابل باختردسلواغې درې ويشتمه :
په هرات ولايت کې پرون يوه تروريستي ډله دامنيتي ځواکونوله خوا ونيول شوه .
دانجيل ولسوالۍ امنيې قوماندانۍ دملي امنيت دځواکونو په همکارۍ په ګډو عملياتو کې دګذرې ولسوالۍ په چاربرجک کلي کۍ دتروريستانو ديوې پنځه کسيزې ډلې په نيولوبريالي شول .
دغه پنځه کسيزه ډله دانجيل ولسوالۍ په قلسلان کلي کې دسلواغې په ١٩ نيټه دسه شنبې په ورځ ددووتنو امنيتي ځواکونو په وژنه اعتراف وکړ .
دهرات دپوليسو وياند وويل چې له دغو کسانو څخه يوکلاشينکوف ، يوه امريکايي تومانچه ، څلور لاسي بمونه اويوموټرسايکل هم ترلاسه شوي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ