امنیت

د کابل ښار د چاودنې له امله يو تن شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول

کابل باختر د تلې دولسمه :
د کابل ښار دلسمې ناحيې په مربوطاتوکې نن سهار د چاودنې له امله يوتن شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول .
دکورنيو چارو وزارت دوياند مرستيال نجيب الله  دانش دباختراژانس  خبريال ته وويل : دغه پيښه په يو بايسکل کې د چاوديدونکو توکو دچاودنې زيږنده ده چې له لرې واټن څخه کتروليده چې د کابل ښار  د لسمې ناحيې د چار قلعه  په ساحه کې د ملي اردو يو رنجر موټر په نښه کړ چې له امله يې دملي اردو يو سرتيرى  شهيد او دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته