ښوونه او روزنه

داړتيا په صورت کې به پوهنتونونه د روغتيايي خدمتونو دکارکوونکو په واک کې ورکړشي

کابل /دوري ١٠مه / باختر :
د لوړو زده کړو وزارت معين ډاکټر احمد سير مهجور د عامې روغتيا وزارت له هيئت سره په کتنه کې دکرونا ويروس داخته کسانو حالت د څېړنې په خاطر د لازمو کاري همغږيو په اړوند خبرې وکړې.
د باختراژانس دخبرله مخې؛ په دې کتنه کې  په داسې حال کې چې دکابل د طبي  پوهنتون ريس او د لوړو زده کړو وزارت  د تدارکاتو او اداري رييسان هم حاضر وو،  د عامې روغتيا وزارت د معالجوي طب رييس  ډاکټر محب الله ځير د لوړو زده کړو له وزارت څخه وغوښتل  چې د مهمو اړتياوو په وخت کې پوهنتونونه په تېره بيا ليليې دکرونا ويروس  داخته ناروغانو د درملنې په خاطر  د دوى په  واک کې ورکړي.
د لوړو زده کړو وزارت  مالي اواداري معين  دکرونا ويروس  داخته ناروغانو حالت د څېړنې په لاره کې د همکارى ډاډ ورکړ او څرګنده يې کړه  چې  د لوړو زده کړو وزوارت به په دې برخه کې  له هيڅ راز همکاريو څخه ډډه ونه کړي  او دګډ هدف  دتحقق په خاطر به  همکاري وکړي.
ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته