ټولنه

يوې ځوانې ميرمنې په جوزجان ولايت کې ځان وواژه.

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ١٩ :
دجوزجان ولايت امنيتي مقامات وايي چې ديوې ځوانې ميرمنې دمړينې دڅرنګوالي په باب څيړنه کوي.
دباختراژانس دخبرله مخې ، ددغې ځوانې ميرمنې مړى چې اتلس کلنه وه نن سهار دجوزجان ولايت په اقچې ولسوالۍ کې ددوى له کور څخه وموندل شوه.
دغه ميرمنه دخپل ميړه دويمه ښځه وه.
دمقتولې کورنۍ ادعا کوي چې دې دکورني ستونزو له امله ځان وژلى دى.
دجوزجان پوليسو دغه ادعا ثبته کړې ده  خو داقچې دپوليسو يوتن چارواکي  وايي دوى به تحقيق وکړي ترڅو پوه شي چې دغې ميرمنې په  څه ډول  ځان وژلى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته