امنیت

په پکتیا کې د څه د پاسه ۹ زره کیلو ګرامه نشه يي توکو ترلاسه شول

ګردیز باختر د کب ۴ مه
د پکتیا ولایت د اریوب ولسوالۍ په پیاء الدین سیمه کې څه د پاسه ۹ زره نشه يي توکي او يو زیاته اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه نشه يي توکي، وسلې او مهمات تېره شپه د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې د منسوبینو له لوري د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه شوي دي.
د پکتیا دامنیې قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې، ترلاسه شوي نشه يي توکي، وسلې او مهمات په سیمه کې له ترلاسه کېدو وروسته له منځه وړل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې د ترلاسه شویو نشه يي توکو، وسلو او مهماتو په تور یو تن هم نیول شوی.
ویل کېږي په ترسره شویو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته