کابل باختر د چنګاښ اوومه :
دسمنګانو ولايت دکوز دره صوف ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوى ولسوال په بلخ ولايت کې ونيول شو .
دطالبانو دغه قوماندان پرون ناوخته دبلخ ولايت دکشندې ولسوالۍ دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو .
دبلخ ولايت يوې امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل امنيتي مامورانو دسمنګانو ولايت په کوز دره صوف کې دطالبانو نومول شوي ولسوال ونيوه .
ده د ډار اچوونکو بريدونو دتنظيمولو په خاطر بلخ ولايت ته تللى و .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ