امنیت

په نيمروز کې د پوځيانو په کاروان دوسله والوطالبانو ناکام بريد.

کابل باختر د وږي د مياشتې ٢٦:
په نيمروز ولايت کې د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان د وسله والو طالبانو بريد ناکام کړى شو.
يرغلګرو پرون نا وخته دزرنج – دلارام په لويه لاره کې د پوځيانود ګزمې په کاروان بريد وکړ.
په نيمروز ولايت کې د پوليسو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې وسله والو طالبانو ته دسر زيان اوښتى دى.
ده وويل:پوځيان د زرنج- دلارام په لويه لاره کې په ګزمې بوخت و چې بريد پرې وشو.
ويل کيږي چې په دې پيښه کې پوځيانو ته دسر زيان نه دى اوښتى.
ددغې پيښې يو شاهد وايي چې ديوه وژل شوي طالب مړى يې ليدلى دى
ديوبل خبر له مخې:په نيمروز کې د څه ناڅه دووچاودنو مخه و نيول شوه
پوځيان وايي چې درې تنه ير غلګر طالبان يې هغه وخت په ډزو سره وژلي دي چې غوښتل يې دوه ماينونه ددغه ولايت په لويو لارو کې ښخ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته