امنیت

د کابل ولايت د سروبي ،موسهي او خاکجبارولسواليو کې چاڼيز عمليات نن سهار پيل شول

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٩ :
د ډاراچوونکو او تروريستانو  د ډله ييزو  فعاليتونو  د مخنيوي په موخه  نن سهار دکابل ولايت د سروبي  ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکـــونو چاڼيز عمليات   پيل شول.
د ملي دفاع  وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ :
د غبار_٣  په نامه  دغه  عمليات  د ډار اچوونکو او تروريستانو   د ډله    ييزو بريدونو او  فعاليتونو د مخنيوي په  موخه   د ٢٠١ سيلاب  قول  اردو  د جزوتامونو او  منسوبينو ،  ٢٠٣  تندر قول اردو  ،  ملي پوليسو  ،  ملي   امنيت  ، د  کابل  د   امنيې قوماندانۍ ګارنيزيون او د کابل  د ١١١ فرقې دمنسوبينو  په ملاتړ   دکابل ولايت د موسهي ، خاکجبــــار  ،  تيزين  او  سروبي ولسواليو  په  مربوطاتو کې  نن   سهار  پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته