اقتصاد

په افغانستان کې د سترو بنسټيزو پروژو د اجرا کولو په لاره کې له ترکمنستان څخه قدرداني

هرات باختر د ليندۍ  څوارلسمه :
د هرات والي په يو پيغام کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې په ګډون د سترو بنسټيزو پروژو د اجرا کولو په خاطر د ترکمنستان د خلکو او دولت  د همکاريو له امله  قدرداني وکړه .
  د هرات والي  محمد آصف رحيمي په خپل پيغام کې د هرات ولايت د خلکو په استازيتوب د ټاپي، اوسپنې پټلۍ او د بريښنا د ليږدونې د پروژو په ګډون د سترو پروژو د جوړولو په لاره کې د ترکمنستان د خلکو او دولت د صادقانه همکاريو له امله مننه کړې ده .
د هرات د والي د څرګندونوله مخې، د دغه شان طرحو اجرا کول او بشپړول د سيمې د خلکو له اقتصادي حالت سره د مرستې ترڅنګ به د دواړو هېوادونو د دوستۍ او ورورګلويزو اړيکو او پيوندونو د پياوړتيا سبب شي .
  ښاغلي رحيمي په دې باور دى چې افغانستان او ترکمنستان د ښو دوستانه او ورورګلويزو لرغونو اړيکو په لرلو سره د آسيا په وچه کې د هغو هېوادونو له جملې څخه دي چې د دوى دوستي په متقابل صداقت او باور ولاړه ده. 
د هرات والي په  دې پيغام کې د ګډو پروژو د اجرا کولو د بهير د ګړندي کولو په لاره کې د ترکمنستان د جمهور رييس د هلوځلو او ښه نظر له امله مننه وکړه .
دا په داسې حال کې ده چې د دولتي مسوولينو د څرګندونوله مخې ټاکل شوې ده د راتلوونکو مياشتو په بهيرکې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د جوړولو عملي کار پيل شي .
  ختم_  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته