سیاست

اجراييه رييس داميربند ملي پارک وکوت .

کابل باختر د چنګاښ  څلور ويشتمه :
دهېواد اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون دامير بند ملي پارک وکوت .  او ددغه بند دسيلانيانو دمعلوماتو مرکز يې پرانست .
  داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دهېواد اجراييه رييس په دې پارک کې له هغو سلګونو تنو هېوادوالو سره چې دسياحت په موخه امير بند ته تللي وو خبرې وکړې او دهغوى په خوښيو کې شريک شو .
په داسې حال کې چې دباميانو والي ، دکابينې يوشمير وزيران ، دملي شورا ځينې غړي ، دباميانو دولايتي شورا رييس او غړي او يوشمير سياسي شخصيتونه  حاضر وو ، ډاکتر عبدالله عبدالله دامير بند دملي  پارک دسيلانيانو دمعلوماتو مرکز پرانست او ددغه ملي پارک له لازياتې  پراختيا سره يې دمرکزي حکومت په ملاتړ باندې ټينګاروکړ . 
دهېواد اجراييه رييس په باميانو کې امنيت او دهېواد له  بيلابيلو سيمو څخه  دامير بند ملي پارک ته دخلکو ورتګ ددغه ولايت دخلکو او دسيمه ئيزو مقاماتو دهوښياري  او دنظر ديو والي محصول وباله او له هغوى څخه وغوښتل چې دخپل يو والي او پيوستون  په دوام  سره دې دباميانو دلازياتې ودې او پراختيا زمينې برابرې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته