نړۍ

دهندپه شمال کې په يوه ترافيکي پيښه کې شل تنه ووژل شول

 نوى ډيلى دي نيوز باختر دتلې دمياشتې  ٥ :
يومني بس موټر نن دهند دهيماچل پراديش ايالت دغرني سيمې  له يواټ څخه  يوې ژورې درې ته وغورځيد چې له امله يې  شل تنه ووژل شول  .
دغه موټر له يوسلوپنځوسو متري لوړوالي څخه  درې ته وغورځيد او دهند دپوليسو ديولوړ افسر دڅرگندونوله مخې  :  يوازيني څوک چې په دغې پيښې  کې   ژوندى پاتې  دى يو دولس کلن هلک دى .
په دې پيښه کې موټر هم  ټوټې ټوتې شوى دى  اودوژل شويو مړي د تشخيص وړ نه دي .
په هندوستان کې  دموټر دټکر پيښې  دواټونو د کيفيت دټيټوالي  اودموتر چلوونکو  دبي احيتاطې له امله په پرله پسي توګه رامنځته کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته