ورزش

دابومسلم او انصاري ټيمونو ديوې په مقابل کې په يوې سره لوبه برابره پاى ته ورسوله .

کابل باختر د لړم دمياشتې ٢١ :
دهرات ولايت دفوټبال دغوره ليګ دراتګ سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وموند .
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باخترآژانس ته وويل   :
په دې لوبه کې دابو مسلم او انصاري ټيمونو لوبه وکړه  چې دلوبې نتيجه  ديوې
په مقابل کې په يوې  سره برابره پاى ته  ورسيده .
دغه سيالۍ داتو غوره ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوي دي چې ټاکل شوي ده په  دوام يي دکهسان او د اتحاد غوريان ټيمونه لوبه  وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته