امنیت

په روزګان کې ۶ تنه طالبان وژل شوي

ترینکوټ باختر د زمري ۲۲ مه
د روزګان ولایت  په  مرکز ترینکوټ کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د یوه سرګروپ  په  ګډون اووه تنه نور ټپیان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان د افغان ځواکونو د نښتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د دغه ولایت د ملي پولیسو د لومړي کنډک قوماندان زین الله نن باختر اژانس ته وویل چې وسله و الو  طالبانو تېره شپه شاوخوا دولس  بجې د ترینکوټ ښار په کوټوالو سیمه  کې پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه کړي خو د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخامخ شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې  د دغو بریدونو پرمهال افغان سرتېروته د سر زیان نه دی اوښتی.
دغه راز یوه بله دولتي باوري  سرچینه وايي، چې وسله والوطالبانو تیره شپه د ترینکوټ ښاراړوند د ابرده په سیمه کې هم پرمیشتو امنیتي پوستو بریدونه کړي.
دغه سرچینه چې نه غواړي نوم يې خپور شي  باختراژانس ته وویل چې ددغوبریدونو پرمهال دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې نه دی معلوم.
امنیتي مسوولین بیا په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته