سیاست

جمهور رئیس غني له دیني عالمانو، جهادي او قومي مشرانو سره وکتل

کابل_باختر_ د غبرګولي د مياشتې ١ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې وروسته په ارګ کې له دیني عالمانو، جهادي او قومي مشرانو سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد جمهور رئیس د هېواد د روانو سیاسي او ټولنیزوحالاتو په باب دوی ته معلومات ورکړل. راغلیو مشرانو او دیني عالمانو هم په دې باب د هېواد جمهور رئیس ته خپل ګټور وړاندیزونه وړاندې کړل.
جمهور رئیس د دیني عالمانو او د هېواد د جهادي او قومي مشرانو رول او مشورې ارزښتناکې وبللې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته