نړۍ

اوباما د روسيې او ترکيې ترمنځ د تاوتريخوالي دکمښت غوښتنه وکړه

واشنګټن – بى بى سي – باختر د ليندۍ دمياشتې ١١
د ترکيې د الوتکې له خوا د روسيې ديوې جنګي الوتکې له راغورځولو يوه اوونۍ وروسته دامريکا جمهور رييس بارک اوباما دواړو لورو د تاوتريخوالي دکمښت لپاره هڅولي دي .
باختر آژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ :
اوباما په پاريس کې د اقليمي بدلونونو په غونډه کې د ترکيې له جمهور رييس رجب طيب اردوغان سره له خبرو وروسته يوځل بيا د ځان او د خپل آسمان د دفاع لپاره د ترکيې له حق څخه د خپل هيواد په ملاټر ټينګار وکړ. خو زياته يې کړه چې روسيه او ترکيه بايد د تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې وکړي.
اوباما د داعش ډلې ته په اشارې سره وويل: موږ تول يو ګډ دښمن لرو ، غواړم ډاډ ترلاسه کړم چې په دغه ګواښ تمرکز کوو.
ده يو ورځ مخکې په پاريس کې د روسيې له جمهور رييس ولاديمير پوتين سره هم خبرې کړې وې.
اردوغان له اوباما سره له کتنې وروسته خبريالانو ته وويل چې حکومت يې غواړي تاوتريخوالي لږ کړي او هوډمن دى په هماغه قوت سره د داعش پرخلاف جګړې ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته