کابل- باختر دجوزا ١٩ :
دکورنيو چارو وزارت د استخباراتو موظفينو دولس تنه په تروريستي پيښوکې د لاس لرلو په تور ونيول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
د تيرې اوونۍ په بهيرکې دکورنيو چارو وزارت د استخباراتو موظفينو دولس تنه د تروريستي بريدونو، غلا او د انسان تښتونې په تور د بلخ، ننګرهار، پکتيا او دکابل د ولايتونو په مربوطاتوکې ونيول .
دغه راز د استخباراتو پوليسو د يو لړ جلاجلا عملياتو په بهيرکې اته څلويښت ماينونه ، شپږميله سپکې وسلې، يوه درنده وسله او د سپکو او درندو وسلو يوه اندازه مهمات اوپه چاوديدونکو توکو باريو موټرسايکل د هيواد په بېلابېلوسيمو کې کشف اوترلاسه کړي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ