خبرونهفرهنګټولنهTOP

په بغلان کې له ۱۲۰۰ تنو څخه د امارت پیژندنې آزموینه واخیستل شوه

کابل، د سلواغې ۸ مه، باختر

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو آمریت له لوري له ۱۲۰۰ تنو ګډونوالو څخه د امارت پیژندنې کتاب آزموینه واخیستل شوه.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وایي، د ا آزموینه چې د بنو، دهصلاح او پلحصار ولسوالیو بیلابیلو قشرونو پکې برخه اخیستې وه موخه یې داده څو نوی نسل د افغانستان اسلامي امارت په ریښتینې توګه وپېژني او د لوېدیځې نړۍ هغه ناسم معلومات او باورونه چلنج کړي چې د اسلامی امارت په اړه یې په کتابونو، ورځپاڼو او خواله رسنیو کې خپاره کړي دي.

د ځوانانو آمر قاري محمد عبدالرحمن د آزموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې په ریښتینې توګه دا آزموینه ترسره کیږي او حق به حقدار ته وسپارل شي.

عبدالرحمن زیاته کړه چې دا آزموینه د اسلامي امارت او افغان مجاهدینو په اړه د نوي نسل معلومات زیاتوي او لا زده کړو ته هڅول کیږي.

د سیالۍ ګډونوال محمدالله وویل، چې په دې آزموینه کې د نوی نسل ګډون د یوه کتاب او مضمون په آزموینه کې ګډون نه ده بلکې د یوې نظرې او سپیڅلې لارې پیژندنه ده چې پر مټ یې یرغلګر په افغانستان کې مات شوي.

په همدې مهال فیض الله او نثاراحمد د آزموینې دوه ګډونوالو وویل، چې ورته آزموینې دوی تاریخ لوستنې ته ډېر هڅوي او پکار ده چې ډیرې ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته