ټولنه

د سراج بڼ د احاطې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

مهترلام باختر د تلې د میاشتې ۱۷ مه
د نږدې درې نيمو ميليونو افغانيو په لګښت د لغمان ولايت په مهترلام ښار کې پروت د سراج تاريخي بڼ د انګړدديوال ډبره د لغمان د والي عبدالجبار نعيمي، د ولايتي ادارې يو شمېر ملکي او نظامي چارواکو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو له لوري کېښودل شوه.
د سراج تاریخي بڼ ټوله احاطه (۱۱۵۸) متره اوږدوالی او درې متره او لس  سانتي لوړوالی لري چې په کې شپږ لويې او يوولس کوچني دروازې شاملې دي.
د دغه بڼ دانګړديوال د درېو ميليونو، درې سوه او نهه ویشتو زرو افغانيو په لګښت د کليو دبياجوړولواو پراختيا وزارت د انکشافي بوديجې په مټ سره جوړيږي.
داپه سراج تاريخي  بڼ او کلا کې پنځمه  پروژه ده چې  د ياد بڼ او کلا د ښکلا او سينګار لپاره عملي کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مالي لګښت او د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په هلو ځلو د سراج تاريخی کلا د احاطې  برجونو،جومات او قصر کار پيل شوی چې په نږدې راتلوونکي کې به يې چارې بشپړې شي.
د بنسټ ډبرې د اېښودنې پر مهال د لغمان والي عبدالجبار نعيمي باختر اژانس ته وويل چې د سراج تاريخي  کلا  او بڼ جوړول او ساتل او ددغې کلا پخوانی برم او عظمت تازه کول مې هيله او ارمان دی او دې هيلې او ارمان ته به ځان رسوم.
نعيمي زیاته کړه چې تر هغې به خپلې هڅې او کوښښونه جاري ساتي چې دغه پرتمينه او له عظمتونو ډکه کلا په يوې په زړه پورې سياحتي سيمې او عايداتي منبع بدله کړي.
ده  له ولسونو وغوښتل چې د خپلو تاریخي اثارو او فرهنګي سيمو په ساتنه کې دې له دولت سره مرسته وکړي او د دغسې ارزښتناکو سيمو او  ودانيو پر وړاندې دې د بې پروايي او بې غورۍ فرهنګ له منځه يوسي.
ديادونې وړ ده چې دا مهال دڅه دپاسه پنځوسو ميليونو افغانيو په لګښت  د سراج تاريخي کلا او بڼ د بيارغونې او  سمسورتيا چارې روانې دي چې په خپل وخت سره به د ټولو برخو چارې پای ته ورسېږي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته