ورزش

دافغانستان دکرکټ ملي ټيم داستراليا له ټيم سره لوبه کوي

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٤ :

دافغانستان دکرکټ ملي ټيم  نن مازيګر داستراليا له ټيم سره په شارجه کې لوبه کوي .

دا دنړۍ له ډيرو تکړه ټيمونو سره دافغان کرکټ بازانو دويمه لوبه ده.

 افغان ورزشکارانو دغې لوبې ته دتياري دڅرگندولو په ترڅ کې ويلي  دي چې دنړۍ تکړه ټيمونه دي بايد دافغانستان کرکټ ته زياته پاملرنه وکړي.

دافغانستان دکرکټ بورداجرائيوي رييس ډاکتر حامدشينواري  وايي:  کرکټ په افغانستان کې زياته وده کړې ده او خلکو ته هيله پيداکوي چې دهيواد دکرکټ ټيم بريالي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته