فراه باختر دغويي دمياشتې ٢٥ :
لس تنه وسله وال طالبان تېره شپه په فراه ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
په دغوطالبانو د فراه ولايت د بکوا او بالا بلوک د ولسواليو په مربوطاتوکې بريدونه وشول.
د هېواد په لويديځ کې د ملي اردو يوه قوماندان د دغه خبر په تائيدولوسره د باختر آژانس خبريال ته وويل: طالبانو غوښتل چې د پوځيانو په يوې قرارګاه بريد وکړي، خو امنيتي ځواکونو په دوى بريدونه وکړل.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په فراه ولايت کې پوځيان د دغه ولايت د بکوا او بالابلوک د ولسواليو او د فراه ښار په مربوطاتوکې د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو د شپږو ډپيوګانو په کشفولو بريالي شوي دي او په دغو ډيپوګانوکې يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل