امنیت

د هرات د سلما بند په فضا کې د جاسوسۍ د بهرني الوتونکى کشف

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٥
يو الوتونکى يوه ګاونډي هېواد ته د جاسوسۍ په ګومان په هرات ولايت کې راښکته کړى شوى دى.
د هرات پوليس وايي چې د دغه الوتونکى په بدن کې کشفي دستګاه ځاى پرځاى شوې ده. دغه الوتونکى چې ويل کيږي زري کوتره ده، د سلمابند د پاسه کشف او راښکته کړى شوى دى.
د هرات ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالمجيد روزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د جاسوسۍ دغه الوتونکى د امنيتي مامورينو له خوا د سلما بند د پاسه ښکار او راښکته کړى شوى دى.
ده وويل: ښايي دغه الوتونکى د سلما بند په باب د جاسوسۍ د کارونو د ترسره کولو لپاره د يوه ګاونډي هېواد له خوا ځاى پرځاى شوى وي .
د هرات ولايت امنيه قوماندان وايي چې په دې برخه کې څيړنې او تحقيقات پيل شوي دي.
ايراني مقاماتو په وار وار سلما د اوبو بند د جوړويدو له امله چې يوه زياته اندازه او د دغه هېواد له واکه باسي او افغانستان ته ګټه رسوي، انديښنه څرګنده کړې ده .
له بلې خوا د افغانستان په لويديځ کې پوځي مقاماتو په وار وار ويلي دي چې دپاکستان داستخباراتو د سازمان (آى اس آى) له خوا يې د سلما بند د نړيوالو طرحه ناکامه کړې ده .
د هېواد په لويديځ کې پوځي مقاماتو تر اوسه پورې دا نه ده په ډاګه کړې چې دغه الوتونکى په کوم هېواد پورې اړه لري او په کوم مشخص هدف ځاى پرځاى شوى و؟

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته